د افغانستان اوامريكا ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو موافقتنامه


 

 

لومړۍ برخه

سريزه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت (وروسته تردې، افغانستان) او د امريكا د متحده ايالاتو دولت (وروسته تردې، متحده ايالات) له 2001 م/1380 هـ ش كال را پدې خوا، نړيوال امنيت او سولې ته د متوجه تهديداتو د دفع په منظور او هم د افغانستان له خلكو سره د مرستې لپاره - چې يې امن، دموكراتيكه او سوکاله اّينده تامين كړي - په ډيره نزدې همكارۍ كې واقع دي چې حاصل يې نن د پايه دار امنيت په مسير كې د افغانستان واقع كيدل، حكومتداري، اجتماعي او اقتصادي توسعه او د سيمې په سطح جوړوونكې همكارۍ دي دواړه لوري، د 2011 م/1390 هـ ش كال د نومبر د مياشتې د عنعنه يى لويې جرگې د سپارښتنو قدرداني كوي، د سپارښتنو په يوه برخه كې راغلي دي ،د تيرو لسو كلونو د لاسته راوړنو د حفظ اړتيا ته پر تاكيد، د افغانستان اساسي قانون، د ښځو حقوقو او د بيان اّزادي ته په احترام او پرمنطقه حاكم وضعيت ته په پاملرنه، د هيواد د سياسي، اقتصادى او نظامى امنيت د تامين په منظور، د امريكا له متحده ايالاتو سره چې د افغانستان د خلكو او نظام يو ستراتيژيك دوست دى، ستراتيژيكې همكارۍ ضروري ګڼل كيږي. د امريكا له متحده ايالاتو سره د ستراتيژيكو همكاريو د سند لاس ليك زيات اهميت لري. دا سند به د افغانستان له ملي گټو سره همآهنګ وي. دا سند به - د ملگرو ملتونو د سازمان له منشور سره سم - افغانستان او امريكا د دوو مستقلو او اّزادو هيوادونو په حيث لاسلیک کوي.”

پرخپلې دغې ګډې ارادې په تاكيد سره چې د يو مستقل، باثباته، د هيواد پر اساسي قانون او مشتركو دموكراتيكو ارزښتونو ولاړ دولت د لرلو په منظور چې د ښځو او نارينه وو د حقوقو او اساسي اّزاديو احترام پكې كيږي، د افغانستان د خلكو دهيلو د تحقق لپاره، افغانستان او د امريكا متحده ايالات (تردې وروسته، دواړه لوري) تعهد كوي چې خپله اوږدمهاله ستراتيژيكه همكاري د سولې، امنيت او ملي روغې جوړې د ټینګښت، د دولتي بنسټونو د پياوړتيا، د افغانستان د اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي توسعې د ملاتړ، د سيمه ييزې همكارۍ په شمول، د علاقې وړ نورو گډو ساحو كې پياوړي كړي. په 2010 م كال د کابل او لندن په کنفرانسونو کې (1388هـ ش کال کې د لندن کنفرانس، او 1389 هـ ش کال د کابل کنفرانس) او همدا راز د بن د 2011 م /1390 هـ ش كال په كنفرانسونو كې د خپلو تعهداتو د دوامداره اهميت په رعايت سره دواړه لوري د اوږدمهاله ستراتيژيكو همكاريو د پراختيا په منظور، د افغانستان د دولتي موسساتو او د حكومتدارۍ د ظرفيتونو د پياوړتيا لپاره پر خپله اراده تاكيد كوي د افغانستان او د امريكا د متحده ايالاتو ترمنځ همكاري د متقابل احترام او گډو منافعو پر بنسټ او په خاص ډول د سولې د تحقق لپاره د دواړو خواوو د هيلو پر تحقق ولاړه ده. ددې همكاريو هدف د يوې داسې سيمې د لرلو لپاره د هڅې پياوړتيا ده چې په هغې كې اقتصادي همگرايۍ تحقق موندلى وي، د القاعده او له هغې سره د تړليو ډلو لپاره نور د امن پناهگاه نه وي ،افغانستان او متحده ايالات پرداسې تعهد او باور دا همكارۍ پرمخ بیایي چې وكولاى شي ددې همکارۍ له ليارې د افغانستان د خلكو لپاره پرعدالت، سوله او امنيت بنا آّينده او هم نور لازم فرصتونه برابر كاندي ملي حاكميت ته درناوى او د دولتونو برابري ددې همكاريو بنياد جوړوي. د قانون حاكميت ته احترام او همدارنگه د افغانستان د اساسي قانون او نورو ټولو قوانينو صريح او ځرگند رعايت ددې همكاريو بنسټونو ته قوت بخښي. دواړه لوري د افغانستان د ملي حاكميت، استقلال، ارضي تماميت او ملي وحدت د خوندي تابه په وړاندې پر خپل پياوړي تعهد، تاكيد كوي لوړو یادو شویو مورادو ته په پاملرنه دواړه لوری پر لاندی مورادو  توافق کوی.

دويمه برخه

د ګډو دموكراتيكو ارزښتونو ساتنه او پياوړتیا

  ۱ - دواړه لوري موافق دي چې د بشري حقوقو اوګډو دموكراتيكو ارزښتونو ساتنه او پياوړتيا ددوى د اوږدمهاله همكاريو بنيادي پايې جوړې كړې دي

  ۲ -- افغانستان، د يوې جامع او كثرت گرا حكومتدارۍ او د اّزادو، منصفانه او شفافو انتخاباتو د تدوير لپاره - چې د افغانستان ټول خلك پكې له داخلي او خارجي مداخلې پرته گډون وكړي - متعهد دى او پدې برخه كې د خپل اساسي قانون د بنيادي او محوري اصولو پر اهميت تاكيد كوي. د بن د 2011 م/1390 هـ ش كال د كنفرانس د تعهداتو په درك سره يو ځل بيا څرگندوي چې افغانستان باید د انتخاباتو پروسه تقويه او ښه كړي.

  ۳ --افغانستان د بشري او سياسي حقوقو د حمايت په برخه كې د سياسي او مدني حقوقو د نړيوال ميثاق په شمول د خپل اساسي قانون مطابق پر خپلو ژمنو او هم پر خپلو بين المللي مكلفيتونو يوځل بيا تاكيد كوي. پدې خصوص كې افغانستان د متمرکز حكومتي نظام پربنسټ د دولت د درې گونو قواوو د كفايت او موثريت د لا ټینګښت په منظور، د دموكراتيكو بنسټونو او پروسو د تماميت او ظرفيت لپاره موثرگامونه پرمخ اخلي. د آّزادو رسنيو په شمول د يوې خوځنده او فعالې مدني ټولنې غوړيدا، تقويه كوي.

  ۴ -- افغانستان، د ټولو هغو اّزاديو او حقوقو د تامين لپاره چې اساسي قانون او نورو قوانينو یې تضمين كړي دي او هم ددې اصل پر تحقق چې د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر ډول تبعيض او امتياز منع دى پرخپلو تعهداتو يو ځل بيا تاكيد كوي. افغانستان به د اساسي قانون له احكامو او خپلو نړيوالو مكلفيتونو سره سم، په ټولنه كې د ښځو ارزښتمن نقش په داسې ډول تامين او پراخ كړي څو دوى وكولاى شي له خپلو اقتصادي، اجتماعي، اساسي، مدني او فرهنگي حقوقو برخورداره شي

درييمه برخه

د اوږدمهاله امنيت تحكيم

  ۱ -- دواړه لوري يو ځل بيا تاكيد كوي چې له 2001 م/1380 هـ ش كال را په دې خوا په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو د قواوو حضور او اجراآّت د القاعده او له دې ډلې سره د تړليو ډلو د ماتې لپاره وو. دواړه لوري ددغو كلونو په اوږدو كې له تروريزم سره په مبارزه كې د افغانستان د خلكو بې شماره قربانيو او رنځ ته درناوى كوي او هم هغه پرله پسې تهديدونه چې سولې، امنيت او سوكالۍ ته د رسيدو لپاره ددوى د هيلو د تحقق مانع وو (دواړو لوريو) ته د درك وړ دي. دواړه لوري همدارنگه پدې مبارزه كې د امريكا د متحده ايالاتو د قربانيو قدرداني كوي.

  ۲ -- په افغانستان كې د امنيت او ثبات د ټینګښت، د سیمه ییز او نړيوال ثبات سره د مرستې، له القاعده او ور پوري تړليو ډلو سره د مبارزې په منظور او هم د افغانستان د ملي حاكميت، امنيت او ارضي تماميت په وړاندې د موجودو تهديداتو د دفع لپاره د افغانستان د توان د زياتولو په منظور - د جانبينو د پريكړې له مخې - د دفاعي او امنيتي تدابيرو له لارې دواړه لوري خپلو هڅو ته همدا شان دوام وركوي.

الف: په دې موافقتنامه كې د دواړو لوريو مكلفيتونه او نور هر ډول وروستي تدابير، د افغانستان د خاورې دننه پر ملي حاكميت اثر نه لري او هم د بين المللي حقوقو مطابق له دواړو لوريو د مشروع دفاع حق نه اغيزمنوي.

ب: دواړه لوري له خپلو داخلي طرزالعملونو سره سم پريوې "دوه جانبه امنيتي موافقتنامې" مذاكرات پيلوي. دا مذاكرات د ستراتيژيكو همكاريو ددغې موافقتنامې له لاس ليك وروسته پيليږي او هدف دادی چې په یو کال دننه بشپړ شي. دا امنيتي موافقتنامه به په افغانستان كې د متحده ايالاتو د امنيتي پرسونل - چې له تروريزم سره د مبارزې، د ملكي او بشردوستانه مرستو او د نظامي تمريناتو او تعليم او نورو فعاليتونو په منظور راغلي دي- د حضور د څرنگوالي د 2003 م کال (1382 هـ ش کال) موافقتنامې او هم د نورو هغو توافقاتو او تفاهماتو ځای ونيسي چې دواړه لوري يې د دوه جانبه امنيتي موافقتنامې د احكامو مغایر وبولي.

ج: روان نظامي عملیات به په موجودو عملیاتي چوکاټونو کې چې د (2012م/1390هـ ش کال) د امریکا د متحده ایالاتو د توقیفخانو د انتقال او د (2012م/1391 هـ ش کال) د ځانګړو عملیاتو د افغانی کولو تفاهمنامې یې برخه بلل کیږي دوام مومی، ترهغه وخته چې دغه چوكاټونه د "دوه جانبه امنيتي موافقتنامې" او يا نورو تدابيرو له ليارې - د دواړو لوريو په موافقه - دهغو ځای ونيسي. دا مكلفيت – څنګه چې دمخه وويل شول- دهغه تر الغا پورې په پورته ياد شوي چوكاټ كې د دواړو خواوو پر تعهداتو او تفاهماتو اغيز نه ښندي.

  ۳ -- د امنيتي او دفاعي اوږدمهاله متقابلو همكاريو د يو چوكاټ د ايجاد په منظور، متحده ايالات، افغانستان "له ناتو د باندې د خپل يو عمده متحد" په توگه ګڼي.

 دواړه لوري، د سولې او مصالحې په لاره كې د افغانستان له هڅو پر پياوړي ملاتړ تاكيد كوي -- 4

الف: هغه افراد او ډلې كولاى شي د سولې او مصالحې روان جريان ته ور داخل شي چې له القاعده سره خپله رابطه پرې كړي؛ له خشونته لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ته او هم د ټولو ښځو او نارينه وو حقوقو ته د اساسي قانون د ضمانتونو پر بنسټ، احترام وكړي

ب: افغانستان تاكيد كوي چې د سولې او مصالحې د تحقق لپاره په ټولو دولتي تفاهماتو او اقداماتو كې د افغانستان په اساسي قانون كې مندرج ارزښتونه رعايت كړي

 ۵ - تر 2014 م/1393هـ ش كال وروسته، متحده ايالات د افغانستان د امنيتي قواوو د تعليم، تجهيز، مشورت او تداوم په منظور هركال د پولي منابعو غوښتنه پدې منظور كوي څو افغانستان وكولاى شي په مستقلانه ډول د داخلي او خارجي تهديداتوپه وړاندې خپله دفاع وكړي، خپل امنيت تامين كاندي او تروريستان بيا و نه كولاى شي چې د افغانستان خاورې ته رخنه وكړي او پدې توگه افغانستان، سيمې او نړۍ ته تهديد متوجه كړي

الف: دا حمايت لاندې موارد را چاپيروي

  (۱) -- د تهديداتو، تغيير منونكى ماهيت ته په پاملرنه، د هغو تهديداتو لپاره د مناسبو امكاناتو برابرول چې يې دواړه لوري دافغانستان د ثبات په وړاندې خطر وګڼي

 له هغو هڅو ملاتړ چې په نتيجه كې يې افغانستان د يو تلپاتې امنيتي جوړښت خاوند شي - (2)

 د افغانستان د امنيتي بنسټونو د ظرفيت تقويه  - (3)

ب: ددې موافقتنامې پر بنسټ " د دفاع او امنيت په چارو كې د افغانستان او امريكا كاري ګروپ" ايجاديږي. دا ګروپ وظيفه لري چې افغانستان ته د متوجه تهديداتو سطح او هم ددې هيواد دفاعي او امنيتي اړتياوې ارزيابي كړي او د اّينده همكاريو د څرنګوالي په برخه كې دوه جانبه كميسيون ته مشخصې سپارښتنې وړاندې كړي

ج: د افغانستان ملي امنيتي قواوو ته مرستې بايد په داسې ډول وړاندې شي چې د ناتو له معيارونو سره سازگاري ولري او د ناتو له قواوو سره د تعامل پذيرۍ، اصل پياوړى كړي

د: دواړه لوري په همدې ډول د ناتو له غړيو هيوادونو څخه غواړي چې "له ناتو سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اوږدمهاله همكاريو اعلاميي"د 2010 م/1389 هـ ش كال نومبر، لزبن د تطبيق لپاره عملي اقدامات وشي او تر 2014 م/1393هـ ش كال وروسته د افغانستان امنيتي وړتياوې دوامداره او ښې كړي.

  ۶ -- له القاعده او ورسره تړليو ډلو سره د مبارزې، د افغانستان د ملي امنيتي قواوو د روزنې او نورو ماموريتونو - چې يې دگډو امنيتي گټو د تحكيم لپاره دواړه لوري مشخصوي- د اجراء په منظور، افغانستان د متحده ايالاتو قواوو ته تر 2014 م/1393هـ ش كال پورې د دوامدارې استفادې زمینه برابروي او هم وروسته تردې نيټې - څنګه چې به په “دوه جانبه امنيتي موافقتنامه” كې پرې موافقه كيږي- په هماغه ډول عمل پرې وشي

الف: متحده ايالات، د افغانستان ملي حاكميت او استقلال ته پر خپل بشپړ احترام تاكيد كوي. د انتقال د جريان چوكاټ او افغانستان ته د بشپړ امنيتي مسووليت د انتقال تحقق ته خپل تعهد يو ځل بيا څرگندوي. متحده ايالات بيا هم تاكيد كوي چې په افغانستان كې د دايمي تاسيساتو د ايجاد په لټه كې نه دي او نه هم د داسې حضور په هڅه كې دي چې د افغانستان گاونډيانو ته تهديد متوجه كاندي

ب: متحده ايالات ژمنه كوي چې د افغانستان له خاورې او يا تاسيساتو د نورو هيوادونو په وړاندې د بريدونو د پيل د نقطې په توگه استفاده نه كوي

ج: په افغانستان كې د متحده ايالاتو د قواوو آينده څرنگوالی، حدود او په دې رابطه د دواړو هيوادونو و جايب به په "دوه جانبه امنيتي موافقتنامه" كې مشخص شي.

  ۷ -- د تروريزم، د مخدره موادو د قاچاق، سازمان يافته جرايمو او د پيسو د سپينولو په شمول، له گډو تهديداتو سره د مقابلې په منظور به دواړه لوري خپل اطلاعات او استخبارات سره شريكوي

 ۸ - دواړه لوري، د سیمه ییزو امنيتي همآهنگيو او همكاريو پر بهبود تاكيد كوي او څرگندوي چې د مخدره موادو توليد، قاچاق او له دغو توكو غير مجاز استفادې د افغانستان امنيت او اقتصاد ته ستر تهديد متوجه كړى او همدا راز يې د سيمې امنيت او د نړۍ سلامت له خطر سره مخامخ كړى دى. دواړه لوري مصمم دي چې ددغه تهديد د محو لپاره په افغانستان او سيمه كې او هم له گاونډيو هيوادونو سره همكاري وكړي

  ۹ -- پدې پوهه چې د افغانستان ثبات د جنوبي اّسيا او مركزي اّسيا د ثبات او ترقي لپاره مهم دى، متحده ايالات تاكيد كوي چې په افغانستان باندې هر ډول تجاوز د خپلې شدیدې اندیښنې باعث بولي.

ددغسې يوې پیښې د وقوع په صورت كې به دواؤه لوري په عاجل ډول يو له بل سره په مشوره كې د سياسي، دپلوماتيكو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول - د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هيوادونو د اساسي قوانينو د احكامو مطابق - پیښې ته مناسب ځواب طرح او تطبيق كړي

څلورمه برخه

سیمه ییزې همكارۍ او د امنيت پياوړتيا

  ۱ -- دواړه لوري، له افغانستان سره د گاونډيانو د موثرو او دوستانه روابطو پر اهميت موافق دي او تاكيد كوي چې دا روابط بايد د متقابل احترام او يو د بل په چارو كې د نه مداخلې پر بنسټ ولاړ وي. دواړه لوري له ټولو هيوادونو څخه غواړي چې د افغانستان ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا ته احترام ولري. د افغانستان په داخلي چارو او دموكراتيكو پروسو كې له مداخلې اجتناب وكړي

  ۲ -- د سیمه ییزو همكاريو اهميت ته په پاملرنه، په سيمه كې د امنيت د ټینګښت لپاره، دواړه لوري د سيمې له هيوادونو، سیمه ییزو سازمانونو، ملگرو ملتونو او نورو بين المللي بنسټونو سره، د تروريستي شبكو، سازمان يافته جرايمو، د مخدره موادو د قاچاق او د پيسو د سپينولو په شمول، له دواړو لوريو د تشخيص شويو تهديدونو په وړاندې جدي همكاري كوي

  ۳ - دواړه لوري د سیمه ییز ثبات او سوكالۍ په منظور، د مركزي او جنوبي اّسيا او منځني ختيز ترمنځ د ارتباطي پله په توگه د افغانستان د تاريخي نقش د احيا لپاره په لاندې توگه همكاري كوي

الف: په سيمه كې د اوسنيو او وروستيو ابتكاراتو لازيات تشويق، لكه: د تجارت او ترانزيت موافقتنامې او په تطبيق کې یې سهولت ایجادول

ب: د افغانستان او گاونډيانو ترمنځ د سرحداتو د همآّهنگى او مديريت تقويه

ج: په ټول افغانستان كې د زيربنايى پروژو د تطبيق په شمول، په سيمه كې د پروژو د تطبيق له لارې د ترانسپورت، ارتباطاتو، ترانزيت او د انرژى د شبكو پراختيا

د: د سیمه ییزې پانگه اچونې د هڅونې لپاره د نړيوال حمايت جلبول چې له سيمې سره د افغانستان د همگرايى سبب كيږي

پنځمه برخه

اقتصادي او اجتماعي انكشاف

  ۱ -- دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان د بشري او طبيعي منابعو انكشاف د سیمه ییز ثبات او د پايه دارې اقتصادي ودې او تر درې لسيزو جنگ وروسته د افغانستان د احيا لپاره حياتي ارزښت لري او هم دواړه لوري توافق لري چې افغانستان به تر انتقال وروسته كلونو كې هم مبرمې، مداومې او خاصې مالي اړتياوې ولري چې يوازې داخلي عوايد ورته بسنه نه كوي. متحده ايالات پدې خصوص كې د بن د 2011م/ 1390 هـ ش كال په كنفرانس كې پر خپل هغه تعهد يو ځل بيا تاكيد كوي چې يې د كابل له پروسې سره په مطابقت كې، د ا قتصادي انكشاف او د بودجوي كمبود د پوره كولو او د تيرې لسيزې د لاسته راوړنو د حفظ، د انتقال د په شا نه تلونكى جريان د تامين او د افغانستان د خودكفاکیدو په منظور كړى دى.

 په اقتصادي بعد كې --2 

الف: د افغانستان د اساسي قانون او د هيواد د اجتماعي او تاريخي واقعيتونو په رڼا كې د بازار اقتصاد او د اوږدمهاله همكاريو د توسعې او تحكيم لپاره، دواړه لوري خپلو هڅو ته دوام وركوي

ب: د افغانستان لومړيتوبونو ته په توجه سره، متحده ايالات د اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا، د افغانستان له پايه دار انكشاف او خودكفايى ملاتړ، په خاص ډول د مشروعو زراعتي توليداتو په ساحه كې؛ د ترانسپورت، تجارت، ترانزيت، اوبو او انرژۍ په برخو كې د زيربناوو ايجاد او د طبيعي منابعو د مسوولانه مديريت تقويه او د يو داسې پياوړي مالي نظام له ايجاد سره - چې د خصوصي پانگه اچونې د تداوم لپاره لازم وي- مرسته كوي

ج: د خصوصي سكتور او تجارت د انكشاف او تشويق په منظور دواړه لوري" د ترجيحاتو عمومي سیستم" په نامه سند څخه د زياتيدونكې استفادې لپاره گډه هڅه كوي. سربيره پردې د سرمايه گذارۍ د تشويق په منظور متحده ايالات تصميم لري چې په خارج كې د خصوصي پانگه اچونې اداره، د متحده ايالاتو د وارداتو او صادراتو بانك او هم د متحده ايالاتو د توسعي او تجارت اداره و هڅوی څو په افغانستان كې د متحده ايالاتو د خصوصي سكتور فعاليتونه حمايت او تشويق كړي او افغانستان هم د خپلو مربوطو نهادونو له لارې د خپل خصوصي سكتور د پراختيا ملاتړ كوي

د: دواړه لوري څرگندوي چې د افغانستان خلك بايد د خپل هيواد د طبيعي زيرمو له گټو مستفيد شي. متحده ايالات د طبيعي زيرمو د ثروت د مديريت په برخه كې، له بهترينو نړيوالو روشونو څخه په استفاده د يوه موثر، جوابده، كار اّمد او شفاف چوكاټ د جوړولو لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ كوي

 په اجتماعي بعد كې  --3

دواړه لوري، د افغانستان د بشري ظرفيتونو له ارتقا سره د مرستې په خاطر له لاندنيو اقداماتو څخه په استفاده، په مداوم ډول گډو هڅو ته دوام وركوي

الف: په كليدي برخو كې د عالي تحصيلاتو او مسلكي زده كړو په شمول، ښوونې او روزنې ته د ټولو افغانانو لاس رسي او د زده كړو د كيفيت ارتقا

ب: اساسي صحي خدماتو ته لاس رسى او تخصصي مراقبت (دغو خدماتو ته د ښځو او كوچنيانو د لاس رسي په شمول)

 دواړه لوري، له اداري فساد سره د مبارزې پر حياتي اهميت تاكيد كوي --  4

الف: دواړه لوري، د اداري فساد د ټولو انواعو او اشكالو په وړاندې قاطعانه مبارزه كوي؛

ب: دواړه لوري، د مرستو د موثريت د لوړيدو لپاره ميكانيزمونه ايجادوي، د تداركاتو شفافيت او د حساب وركولو د يوې بهترې طریقې په رواجولو سره د اداري فساد مخنيوى كوي

ج: افغانستان، له فساد سره د مبارزې بنسټونه تقويه كوي له ملي او بين المللي مكلفيتونو سره په مطابقت كې د ضرورت له مخې په مربوطه قوانينو باندې له سره كتنه كوي او هغه تطبيقوي

د: افغانستان، د پيسو د سپينولو او د تروريزم د تمويل په برخه كې د آسيا پسفيك د مالي اجرااّتو د كاري ډلې د سپارښتنو د تطبيق له لارې خپل مالي سيستم محافظه او تحكيموي

 ۵ - د افغانستان دانكشاف په منظور به د متحده ايالاتو له خوا افغانستان ته د كلنيو اقتصادي او اجتماعي مرستو په شمول، متحده ايالات او افغانستان خپلو همكاريو ته د دواړو هيوادونو د ستراتيژيكو همكاريو له اهميت سره متناسب دوام وركوي

الف: دغه هدف ته د رسيدو په منظور متحده ايالات، هر كال له افغانستان سره د اقتصادي او اجتماعي مساعدت په خاطر د مالي منابعو غوښتنه كوي. همدا راز متحده ايالات د بين المللي سرمايه گذارۍ د جلب او تشويق او د خصوصي سكتور د حمايت په برخو كې د افغانستان له هڅو ملاتړ كوي، ځكه دا هڅې د يو سوكاله افغانستان او ديوې مرفه منطقې لپاره حياتي دي

ب: د 2010م کال د کابل او لندن په کنفرانسونوکې (1388 هـ ش كال کې د لندن کنفرانس او1389 هـ ش كال د كابل كنفرانس) ، (وروسته تردې "كنفرانسونه") كې پر خپلو تعهداتو په تاكيد سره ، متحده ايالات يو ځل بيا تاكيد كوي چې له افغانستان سره د خپلو اقتصادي او اجتماعي مرستو لږ تر لږه 50 په سلو كې د افغانستان د حكومت د بودجوي ميكانيزمونو له لارې مصرف كړي. دواړه لوري پر دغه تعهد، د افغانستان او متحده ايالاتو د دوه جانبه كميسيون - چې ددې موافقتنامې پر اساس جوړيږي- له لارې په ټاکلو وختونو كې بيا كتنه كوي، څو پدې ترتيب دهغو مرستو په فيصدي كې چې د افغانستان د حكومت د بودجوي ميكانيزمونو له لارې د ۲۰۱۲ م/ 1391هـ ش كال وروسته مصرفيږي زیاتوالی راشي

ج: متحده ايالات، د 2010 م/1389 هـ ش كال د كابل په كنفرانس كې پر خپله كړې ژمنه يو ځل بيا تاكيد كوي چې افغانستان ته خپلې مرستې د دواړو لوريو له توافق سره سم داسې تنظيم كړي چې د ملي لومړيتوبونو لرونكيو برنامو كې مصرف شي او د 2012 م/1391هـ ش كال د جدي ترپايه د متحده ايالاتو 80 په سلو كې مرستې له پورته يادو شويو ملي برنامو سره په سازگارۍ كې مصرف شي. متحده ايالات موافقه لري چې دخپلو انكشافي مرستو هغه مقدار چې د افغانستان د ملي لومړيتوبونو لرونكو برنامو كې نه مصرفيږي په شفاف أول مصرف كړي او په مصرف كې يې د افغانستان له دولت سره مشوره وكړي

د: دغه تعهدات د افغانستان د حكومت په اقدام پورې اړه لري. د ميكانيزمونو ايجاد، د شفافيت تامين، حساب وركول، د بودجې په مصرف كې زياتون، د عوايدو په ټولولو كې بهبود، د عامه مالي مديريت د سيستمونو تقويه او نور دوه جانبه اقدامات چې د اجراآتو او پرمختگونو د ارزيابۍ لپاره پرې دمخه توافق شوى دى. دا اقدامات همدارنگه هغه تعهدات را چاپيروي چې په "كنفرانسونو" كې پرې توافق شوى دى

 ۶ - دواړه لوري په پراخو هڅو د ځوانانو او ښځو د برنامو په شمول، دخپلو خلكو او مدني ټولنې ترمنځ لرغوني روابط، د پوهنتونونو او عالي تحصيلاتو د موسسو ترمنځ همكارۍ، پياوړې كوي

  ۷ - متحده ايالات، اکادمیک تګ راتګ او مربوط فعاليتونه، د زده كړو د فرصتونو د ارائې په شمول، لكه د فولبرايت پروگرام او د بين المللي لیدنو-کتنو د پروګرام لپاره، د رهبرۍ د مهارتونو د زده كړې برنامه، پياوړې او پراخوي

 ۸ -- دواړه لوري، همدارنگه له فرهنگي نهادونو د ملاتړ په برخه كې او هم د افغان فرهنگي ميراثونو د ساتنې لپاره، همكاري كوي

شپږمه برخه

په افغانستان كې د حكومتدارۍ د بنسټونو پياوړتيا

  ۱ - دواړه لوري، د افغانستان د دولت د مهمو دولتي بنسټونو د بشري ظرفيت د ښه والي لپاره همكارۍكوي. د متحده ايالاتو مرستې بايد دافغانستان د حكومت د لومړيتوبونو پر اساس او دهغو اړتياوو پر بناوي چې دواړو لوريو په گډه په نخښه كړې دي.

  ۲ -- افغانستان ، ددولت په درې گونو قواوو (اجرائيه، مقننه او قضائيه) كې د شفافيت او جوابدهۍ د ميزان په لوړولو سره د حكومتدارۍ چارې ښې كوي، څو دوى وكولاى شي دخلكو مدني او اقتصادي اړتياوې په ښه ډول مرفوع كاندي

افغانستان همدارنگه، له نافذه قوانينو سره سم د هيواد په مختلفو حكومتي سطوحو كې كاري كفايت او حساب وركول پياوړي كوي او دا ډاډ حاصلوي چې دا ادارې او نهادونه د يو سم او عادلانه طرزالعمل پر اساس او له ملي معيارونو سره موازي، حد اقل خدمات او خپل كار سرته رسوي

  ۳ -- متحده ايالات، د ظرفيت د تقويى، خودكفايى او د اساسي خدماتو په ارائه كې د افغانستان د دولت د نهادونو د موثريت د زياتوالي او او پياوړتيا په هڅو كې، د افغانستان د حكومت ملاتړ كوي

 ۴ - دواړه لوري په گډه كار كوي څو"موازي جوړښتونه" د ولايتي بازسازۍ او "د ولسواليو د با ثبات سازى" ټيمونه د انتقال د پروسې له چوكاټ بندۍ سره سم له منځه ولاړ شي.

اوومه برخه

د موافقتنامې د تطبيق تدابير او ميكانيزم

  ۱ - دواړه لوري، ددې موافقتنامې د تطبيق، د همكاريو د پراختيا او له پرمختياووڅخه د نظارت په منظور دافغانستان او متحده ايالاتو يو دوه جانبه كميسيون او نور لازم ميكانيزمونه ايجادوي

الف: د كميسيون رياست د دواړو هيوادونو خارجه وزيران او يا دهغوى نماينده گان كوي او غونډې يې په شپږو مياشتو كې يو ځل په دوراني ډول په كابل او واشنگټن كې دايريږي

- نورې دوه جانبه ټولنې، لكه د افغانستان او متحده ايالاتو دوه جانبه امنيتي مشورتي مجمع بايد ددې جوړښت په اډانه كې مدغم شي

ب: يوه گډه اجرائيوي کمیټه، د كارپوهانو د دايمي كاري گروپونو - چې ددې موافقتنامې د تطبيق لپاره جوړيږي- د كار څرنگوالى رهبري كوي او په دې برخه كې وزيرانو ته گزارش وركوي

- ددې كاري گروپونو رياست هم مربوطه وزيران يا دهغوى نماينده گان كوي او د لوړو مقاماتو ترمنځ د منظمو مشورو د يوې مرجع په توگه د علاقې وړ مشترك مسايل مطرح او عمل پرې كوي. دا مسايل له ځينو نورو مواردو سربيره: د اوږدمهاله امنيت تامين، له اقتصادي، اجتماعي توسعې او د دموكراسۍ له جريانه حمايت او هم په افغانستان كې د دولتي موسساتو او حكومتدارۍ د بنسټونو پياوړتيا را چاپيروي

ج: د گډې اجرائيوي کمیټې غونډې، د ګډو تهديداتو د ارزيابى او د علاقې وړ سیمه ییزو مسايلو په باب د خبرو په منظور په منظم ډول جوړيږي.

 دواړه لوري، د دوه جانبه كميسيون له لارې، د ملاتړ او مرستو سطح په گډه تشخيصوي -- 2

  ۳- افغانستان او متحده ايالات كولاى شي چې ددې موافقتنامې د تطبيق لپاره - كه چيرې لازم او مناسب وگڼل شي- د دواړو هيوادونو له مربوطه قوانينو او مقرراتو سره سم، نورو زياتو تدابيرو يا توافقاتو ته مخه كړي

اتمه برخه

وروستي احكام

  ۱ -- دا موافقتنامه هغه وخت نافذيږي چې دواړه لوري له دپلوماتيكو مجاريو يو بل ته د موافقتنامې د خپلو داخلی قانوني شرايطوسره سم - چې د انفاذ لپاره يې الزامي دي- د تكميل خبر وركړي. دا موافقتنامه د 2024م /1403 هـ ش كال ترپايه اعتبار لري. دواړه لوري كولاى شي د موافقتنامې د اعتبار د مودې تر انقضاء شپږ مياشتې دمخه د گډې كتبي موافقې له ليارې دا موافقتنامه - د پخواني توافق سره سم- د يوې بلې دورې لپاره تمديد كړي. د دواړو لوريو د كتبي موافقت له مخې كيداى شي دا موافقتنامه هركله او هر زمان تعديل او يا فسخ شي. له دواړو لوريو څخه هر يو كولاى شي د موافقتنامې د فسخ لپاره كتبي يادداشت ارائه كړي، په هغه صورت كې دا موافقتنامه د يادداشت د ارائې له نيټې وروسته يو كال نور اعتبار لري

  ۲ - ټول هغه اقدامات چې ددې موافقتنامې له موادو سره سم اجراء كيږي بايد د دواړو لوريو له بين المللي تعهداتو او مكلفيتونو سره مطابقت ولري. ددې موافقتنامې له احكامو سره سم هر ډول همكارۍ - د بودجې د تخصيص د نافذه قوانينو په شمول- د دواړو خواوو د قوانينو او مقرراتو تابع كيږي.

  ۳ - ددې موافقتنامې له تطبيقه راولاړ شوي هر ډول منازعات، د دواړو لوريو ترمنځ د دپلوماتيكو مشورو له لارې حل و فصل كيږي

دا موافقتنامه د افغانستان داسلامي جمهوريت او د امريكا د متحده ايالاتو د جمهورو رئيسانو له خوا د 1391 هـ ش/ 2012 م كال د می مياشتې په 1 نيټه، د کابل په ښار كې په دریوو نسخو کې په پښتو، دري او انگليسي ژبو لاس ليك شوه، درې واړه نسخې مساوي اعتبار لري

 

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا

حامد کرزی

د امريكا د متحده ايالاتو د دولت له خوا

بارک اوباما


May 2nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها